د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د جمهوري رياست په راروانو ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
دغه کمېسيون خپله غوښتنه په داسې حال کې مطرح کوي چې د انتخاباتو د ملاتړ ډلې يا (ESG) په استازيتوب د اروپايي ټولنې، جرمني، جاپان، بريتانيا او امريکا سفيرانو د يوناما له استازي سره پر دې موضوع له حکومتي مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره خبرې کړي دي.
د انتخاباتو د ملاتړ په ډله کې د يوناما استازى، د اروپايي ټولنې د سفير په ګډون د ناټو او نورو عمده تمويلوونکو هېوادونو سفيران شامل دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما پرون جمعه په يوه اعلاميه کې ويلي، سفيرانو د باوري انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د دواړو افغان مشرانو د تعهد هرکلى وکړ.
د يوناما په اعلاميه کې د ارګ د فبرورۍ د مياشتې هغو دوو فرمانونو ته هم اشاره شوې چې په انتخاباتو کې د دولتي چارواکو او امنيتي ځواکونو د لاسوهنې د مخنيوي سپارښتنه په کې شوې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون هم له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د جمهوري رياست په راروانو انتخاباتو کې لاسوهنه ونه وکړي.
د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح الله سادات ازادي راډيو ته وويل: زموږ غوښتنه له ټولو دخیلو خواوو دا ده چې دوى قانون ته درناوى وکړي او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، هڅه دې وکړي چې څه ډول کولاى شي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سره څنګه همکار واوسي چې دغه کمېسيون وکړاى شي شفافې ټاکنې وکړي.
په پام کې ده چې د جمهوري رياست انتخابات د تلې یا ميزان په ٦مه ترسره شي.
د افغانستان اوسنى ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د ١٨ کانديدانو په ډله کې شامل دي.
له مخکې اندېښنې ښوول شوي چې دواړه حکومتي مشران ښايي له خپل دولتي نفوذ او امکاناتو د ځان د کانديداتورۍ په ګټه کار واخلي.
د يوناما په اعلاميه کې له حکومتي مشرانو غوښتنه شوې چې په ښکاره دې خپل اقدامات واضح کړي چې په راروانو ټاکنو کې د کوم کانديد په ګټه دولتي چارواکي هڅې نه کوي او يا د کوم کانديد په ګټه له دولتي امکاناتو کار نه اخيستل کېږي.
د اعلاميې په حواله د انتخاباتو څارونکې ډله يا (ESG) به راروان انتخابات په دقت څاري.