د غزني ولایت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ کړی شوي ماین په چاودنه کې د دوو کورنیو ۵ تنه وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملکي کسانو پر يوه کرولا موټر د طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې يوه پنځه کلن ماشوم او څلور نور نارينه ملکیان وژل شوي دي.
نوري وايي، دغه پېښه د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند په پيرکه دښته کې نن غرمه شااوخوا دولس نیمې بجې رامنځته شوې ده.
ياد کسان د مرکز غزني اړوند د تحويلدار کلا اوسني اوسېدونکي وو چې له مرکزه خوګياڼو ولسوالۍ ته پر لاره وو.
په وژل شویو کې دوه ځوانان او یو ماشوم د یوې او دوه تنه ځوانان د بلې کورنۍ غړي وو.
په غزني ولایت کې ډېر وخت ملکي کسان د دغه ډول پېښو ښکار کېږي.