د کوسوو صدراعظم پرون له دندې استعفا وکړه

د کوسوو صدراعظم راموش هرادینای

د کوسوو صدراعظم راموش هرادینای پرون د جولای په نولسمه له دندې استعفا وکړه.

راموش هرادینای تر هغه وروسته چې په هاګ کې یوې محکمې هغه د کوسوا د جګړې پرمهال په جدي بشري ضد جرمونو کې په لاس درلودلو تورن اعلان کړ، له دندې لېرې شو.

په کوسوو کې له نولس سوه اته نوي تر نهه نوي جګړه وه.

راموش هرادینای پرون په پریشتینا کې له حکومتي چارواکو سره غونډې وروسته وویل چې استعفا یې له هغه بلنلیک سره تړلې ده چې له هاګه ور رسېدلی دی.

د کوسوو د کارپوهانو مجلس او د ځانګړي څارنوال دفتر په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هغه هېواد اساسي قانون ته ور شامل شو.

د دې ادارو مسؤلیت د هغو کسانو محاکمه ده چې پر نړیوالو قوانینو یې تېری کړی و.

دا ځانګړې څارنوالي صلاحیت لري چې تورن کسان بهرنیو محکمو ته هم د محاکمې لپاره ورمعرفي کړي.

هرادینای ویلي چې دی به د کوسوو د مدافع په څېر له ځانه دفاع وکړي.