ایران د بریتانیې یوه ټانکر لېږدوونکې بېړۍ په هرمز تنګي کې نیولې

د هرمز په تنګي کې یوه بېړۍ

د ایران سپاه پاسداران ګارد پرون د جولای په نولسمه وویل چې د بریتانیې یوه ټانکر لېږدوونکې بېړۍ یې د هرمز په تنګي کې نیولې ده.

سپاه ادعا کړې چې د بریتانیې بېړۍ پر "نړیوالو سمندري قوانینو د تېري له امله" نیول شوې ده.

د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو له دفتره په بیان کې ویل شوي چې پرون ماسپښین د بریتانیې د تېلو د ټانکرونو یوه بېړۍ چې (Stena Impero) نومېده، د هرمزګان ولایت د سمندري څارنې د ادارې د غوښتنې پر اساس د دې لپاره چې پر نړیوالو سمندري قوانینو یې تېری کړی و، نیول شوې ده.

دا بیان د ایران د سپاه پاسداران پر رسمي ویبپاڼه (سپاه نو) کې خپور شوی دی.

د امریکا سي ان ان ټلوېزیون ویلي چې د بریتانیې چارواکي د نورو معلوماتو په راغونډولو لګیا دي.

روېټرز خبري اژانس د چارواکو په حواله لیکلي چې په دې بېړۍ کې لږترلږه ۲۳ بېړۍ چلوونکي او کارکوونکي سپاره وو.