نن به په میدان وردګ کې د سویډن کمېټې ټول کلینیکونه پرانیستي وي

د میدان وردګ د یوه روغتون انځور

په میدان وردګ ولایت کې به نن د جولای په شلمه د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې ټول کلینیکونه پرانیستي وي.

د دې مرستندویې ادارې د پروګرامونو مسؤل خالد فهیم ازادي راډیو ته وویل چې هغه کلینیکونه چې څلرویشت ساعته فعالیت لري، پرون لا پرانیستل شوي وو.

خالدفهیم وویل: نوکریوال مسؤلین پرون کلینیکونو ته را وغوښتل شول.

د سویډن کمېټه په میدان وردګ ولایت کې ۷۷ کلینیکونه لري.

فهیم وویل چې کلینیکونه یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب او مرسته بېرته پرانیستي دی.

د رپوټونو پر اساس، وسله والو طالبانو د جولای د نهمې په شپه په میدان وردګ ولایت کې د کومانډو ځواکونو د پوځي عملیاتو په غبرګون کې د سویډن کمېټې ته خبرداری ورکړ چې خپل ۴۲ کلینیکونه بند کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې په میدان ودرګ ولایت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د خبر په اړه څېړنې کوي.

د دفاع وزارت ویندوی ویلي چې وسله وال طالبان اکثر په ملکي ځایونو کې پټېږي.