پولیسو په فراه کې ۱۸۰ ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد ونیول

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې پولیسو په فراه ولایت کې ۱۸۰ ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد ونیول.

د فراه د والي ویاند طارق بارکزي ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات چې د سرطان د میاشتې په ۲۱مه نېټه د دې ولایت د بکوا ولسوالۍ په دوو کلیو کې د نشه يي موادو پر کارخانو او زېرمو باندې وشول، په نتیجه کې یې ۱۸۰ ټنه هیروئین، ښيښه، چرس او کېمیاوي مواد ونیول شول.

ده وویل: دا کارخانې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو په واک کې وې، دوی د دې کارخانو له لارې تر لاسه شويو پيسو باندې وسلې او مهمات رانیسي او د نشه يي موادو سوداګري کوي، د دولت د وسله والو مخالفینو ډله د فراه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نشه يي مواد راټولوي او تر پروسس وروسته یې د نیمروز له لارې ایران ته قاچاق کوي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې وسله وال طالبان د دې کارخانو امنیت ساتي او د دې عملیاتو پر مهال پولیسو څه اندازه نظامي مهمات او وسلې هم نيولي دي.