ملګري ملتونه: په نړۍ کې له هرو ۷ معتادينو يوازې يو يې د درملنې امکانات لري

ارشیف: یو شمېر افغان معتادين

د ملګرو ملتونو د تازه راپور پر اساس په نړۍ کې له هرو اوو معتادینو څخه یوازې یو یې د ځان درملنه کولای شي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې تازه راپور ښيي چې په نړۍ کې ۲۷۱ ميليونه کسان په نشو اخته دي او ۳۵ میلیونو کسانو ته د نشو له امله زيان وراوښتی دی.

اخوا یو افغان معتاد نصیر چې په پاکستان کې په نشو اخته شوی، وایي، کله چې افغانستان ته راغی، اولادونه یې په ښوونځي کې شامل کړل، خو دی ډېر بېوزله و، د کورنۍ د لګښت وس يې نه درلود، هغه و چې له کوره وتښتېد او په میاشتو میاشتو له کوره ورک و.

نصیر وايي چې یوه ورځ په کوڅه کې ناست و او د خپلې کورنۍ، په تېره بيا د اولادونو د بېلتون په وير کې يې ژړل چې د یوه ملا امام ورته پام شو، ملا امام نصيحت ورته وکړ او درملنې ته يې وهڅاوه.

ارشیف، یو شمېر افغان معتادين

دده په خبره چې د ملاامام خبره یې ومنله او د درملنې لپاره روغتون ته ولاړ، خو روغتون ونه مانه چې دې کار دی ناهيلی کړ او نور يې هم د نشو کندې ته ځان ور واچاوه.

دی زیاتوي: زه دوه درې ځله روغتون ته ولاړم، خو ماته یې د نن او سبا وعدې راکولې، اخر ناهیلی شوم او خپلو نشو ته مې دوام ورکړ، له ځان سره مې وویل چې درملنه مې امکان نه لري، بله چاره نشته، بايد په همدې کنډوالو کې پر ډېرانونو ژوند وکړم او خپلو نشو ته دوام ورکړم.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې را کمولو ریاست مرستیال عبدالشکور حیدري ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې کال په کال معتادین ډېرېږي، خو د درملنې امکانات يې لږ دي.

ده وویل: په مجموعي ډول ۱۰۷ مرکزونه د نشه يي موادو د غوښتنې راکمولو د ملي پروګرام له خوا کنټرولېږي، له دې ډلې څخه ۷۳ مرکزونه یې د عامې روغتیا په وزارت پورې اړه لري او نور یې په نادولتي ټولنو پورې تړلي دي، دغه ډول په ځینو ولایتونو کې يو شمېر مرکزونه او کمپونه هم شته چې په بشپړ ډول د خصوصي سکټور له خوا پيسې ورکول کېږي، دلته ستونزې ډېرې، خو اسانتياوې لږې دي.

د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ترسره شوه، په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر تر دوو لکو ډېر و چې په مستقیم ډول یې نشه کوله، خو په مجموع کې څه د پاسه درې میلیونو افغانانو ته د نشه يي موادو له امله زيان وراوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوازې د ۴۰۳۵ ناروغانو لپاره د بستر کېدو امکانات لري.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په خپل تازه راپور کې له نشه يي موادو سره د دولتونو د مبارزې ترڅنګ د معتادینو د درملنې په برخه کې د نادولتي ټولنو رول هم مهم ګڼي.

له نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نادولتي ټولنو اتحادیې یا چتر مشر حاجي نصیب وايي چې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخه کې نادولتي ټولنې له مالي بحران سره مخ دي.

ده وویل: دا مهال اته داسې موسسې د چتر غړیتوب لري چې په ډېرو نورو برخو کې هم فعالیت کوي، خو موږ یوه ګډه کاري ساحه هم لرو چې هغه د معتادینو درملنه او د نشه يي موادو کنټرول دی، د بهرنیو مرستو کموالي زموږ فعالیتونه ټکني کړي دي، خو د بهرنیو مرستو تر کمېدو وروسته چتر په پام کې لري چې له شتمنو خلکو څخه د درملنې په بدل کې فیس وغواړي او له دې لارې لاس ته راغلې پيسې به د بېوزلو معتادينو پر درملنه لګوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سروې ښيي چې په سلو کې نږدې شپېته کسان تر درملنې وروسته بېرته په نشو اخته کېږي چې لامل یې د کاري فرصتونو نشتوالی او نشه يي موادو ته اسانه لاسرسي بولي، خو طبي کارپوهان بیا د معتادينو په درملنه کې د معیاري درملنې نشتوالی هم په نشو باندې د بیا اخته کېدو عمده عامل بولي.

راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

غږیز راپور