د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د تېرې ورځې حمله د پاکستان له چمن سیمې رهبري کېدله.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د ثبت شوي غږ له مخې ادعا کوي چې د کندهار ښار د تېرې ورځې حمله د پاکستان د چمن له سیمې طرحه شوی ده.
ملي امنیت وايي چې د دغې حملې په جریان کې حمله کوونکي په منظم شکل له پاکستانه د ملا اغا په نوم د یوه کس له خوا سوق او رهبري کېدل.
د ملي امنیت په وینا، دا د خبرو هغه برخه ده چې حمله کوونکي د ټيلیفون له لارې له چمن لارښونه اخلي.
د ملي امنیت په خبر پاڼه کې راغلي: د ترورېستانو او د دغې حملې د عاملینو او امرانو ترمنځ د خبرو جریان، یو داسې سند دی چې پاکستان ترې انکار نه شي کولای، دا په ډاګه کوي چې د ترورېستانو فعالیت او رهبري له کرښې ها خوا له پاکستانه کېږي.
طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د کندهار په ګډون ټولې حملې په افغانستان کې دننه طرحه او پلانېږي.
تېره ورځ ناوخته د کندهار د امنیې قوماندانۍ په وره کې موټربم چاودونه او وروسته وسله واله حمله وشوه چې شااوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ.
طالبانو د حملې مسؤلیت منلی او ادعا کوي چې کسان یې امنیې قوماندانۍ ته ننوتي او زیات امنیتي منسوبین یې وژلي او ټپیان کړي دي.
خو د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي چې حمله کوونکي قوماندانۍ ته نه دي داخل شوي او په دروازه کې له منځه وړل شوي دي.
د راپورنو له مخې، په دغه پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار پر امنیې قوماندانۍ حمله د طالبانو یو له خونړیو حملو ده چې د ملي امنیت ریاست په وینا، له پاکستانه رهبري کېدله.
یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې طالبان د داسې حملو وړتیا نه لري او دا ډول ډېری حملې په پاکستان کې پلان او طرحه کېږي.
د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د دغې حملې تر شا د پاکستان د استخباراتي سازمان لاس دی.
ده وویل: د دې لپاره چې حمله پر امنیې قوماندانۍ وه، طالبانو یې مسؤلیت په غاړه واخیست، له شک پرته دغه حمله د افغانانو په وسیله پلې شوه، خو په پلان ګزارۍ کې یې د افغانانو لاس نه و، په رأس کې یې د پاکستان استخباراتي سازمان دی چې ځیني نور استخباراتي سازمانونه هم ورسره مرسته کوي.
افغان حکومت په ځانګړې توګه د ملي امنیت ریاست د ځینو حملو په پلانولو کې د پاکستان استخباراتي سازمان ملامت بولي، خو اسلام اباد تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې یو ځل بیا ثابته شوه چې طالبان د پردیو ګټو لپاره جنګېږي او د کندهار پېښه به په هراړخیز او جدي ډول وڅېړي.