د جاپان پولیس وايي، یوه سړي چې نارې یې وهلې"تاسو مرئ" د کیوټو په ښار کې د انمېشن فلمونو د نندارې یوې سټوډیو ته اور اچولی دی.
ویل کېږي چې دې سړي دا اور د سوځېدونکې مایع په وسیله لګولی دی.
په دې اور اچونه کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.
چارواکو خبریالانو ته ویلي، د دې اورلګونې په تور یو ۴۱ کلن سړی چې په دې سټوډیو کې یې کار نه کاوه، پېژندل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.
پولیسو د پېښې په اړه د ډېرو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې، خو شاهدان وايي، تورن کس د یو څه په اړه چې ګواګې دې سټوډیو ترې غلا کړې، شکایت کاوه.
د چارواکو په وینا، ۱۹ کسان نور په دې اورلګېدنه کې ټپیان شوي چې د لسو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
د پېښې زیاتره قربانیان د کیوټو په ښار کې د انمېشن د فلمونو د دې سټوډیو کارکوونکي دي.
دا پېښه چې د پنجشنبې په ورځ شوې، په تېرو دوو لسیزو کې جاپان کې د ډله ییزې وژنې تر ټولو مرګونې پېښه ګڼل کېږي.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یو کس د توکیو په ښار کې ۴۴ کسان په ورته توګه په اور لګولو وژلي وو.