د ازبکستان د یوه پخواني ولسمشر لور له محبسه په امبولانس کې وړل شوې

د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لور ګلناره کریمووا

د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لور ګلناره کریمووا له محبسه په امبولانس کې وړل شوې ده.

دا خبره پرون پنجشنبه د کریمووا مدافع وکیل په یوه ټوېټ کې کړې ده.

د هغې مدافع وکیل لیکلي، د زندان مخته یې د خپلې موکلې انتظار کاوه چې امبولانس ښکاره شو.

دی وايي چې یوې باوري سرچینې ورته ویلي چې کریمووا په امبولانس کې وه.

کریمووا د سږ کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې د نظربندۍ د مقرراتو د سرغړونې په تور محبس ته ولېږل شوه.

دا په ۲۰۱۵ میلادي کال د اختلاس او باج اخیستو په تور په ۵ کاله بند محکومه شوه.