د پاکستان پخوانی صدراعظم خاقان عباسي د اداري فساد په تور نیول شوی

د پاکستان پخوانی صدراعظم خاقان عباسي

د پاکستان د اداري فساد پرضد اداره وايي، د دې هېواد پخوانی صدراعظم يې د اداري فساد په تور نیولی دی.

دغې ادارې ويلي چې نن د پنجشنبې په ورځ یې په لاهور کې د ښاغلي عباسي موټر ودراوه او دی يې توقیف کړ.

چارواکي په هغه قرارداد کې د عباسي رول پلټي چې په قطر کې د طبعي ګازو یوه شرکت ته ورکړل شوی وو او عباسي برخه په‌کې درلوده.

ده هر ډول تورونه رد کړي دي.

تر دې مخکې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف په لسو کلونو او لور يې په اوو کلونو بند محکوم شول. پر هغوی تور وو چې په لندن کې يې د لوړې بیې اپارتمانونه پیرلي وو.

لور يې پر ضمانت راخوشې شوه او د بند حکم یې وځنډول شو.

دوی ورباندي لګېدلي تورونه رد کړي دي او وايي د هيواد پوځ يې د ده له واکه لیري کولو په خاطر دی د محکمو له لارې بندي کړ.

په جون مياشت کې د پاکستان د اداري فساد پر ضد ادارې د دې هيواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري هم د پيسو مينځلو په تور توقیف کړ.