د هلمند په مارجې کې د پلټنې او تلاشۍ عمليات پیل شوي

ارشیف، په هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د پلټنې او تلاشۍ عمليات پیل شوي دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسين خان وايي، امنیتي ځواکونه له نن سهار څخه د هوايي قواوو په مرسته د دغو عملياتو پړاوونه پر مخ وړي.

ده وویل چې په تېرو څو ورځو کې په نهر سراج، موسی قلعه، کجکي، مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ د دولت وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

د هلمند ناارامه مارجه ولسوالۍ د دې ولایت مرکز لښکرګاه ته په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.