د حافظ سعید د نیول کېدو په اړه د ټرمپ پر څرګندونو انتقادونه شوي

په پاکستان کې د حافظ سعید د نیول کېدو په اړه د امريکا د ولسمشر پر څرګندونو انتقادونه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هندوستان په ممبۍ ښار کې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حملو د طراح حافظ سعید د نیول کېدو په اړه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې هغه تر لس کاله لټون وروسته ونیول شو.

په ممبۍ کې په حملو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ټويټر لیکلي چې حافظ سعید له لسو کلونو راهیسې په ازاده توګه ژوند کاوه او په تیرو اتلسو کلونو کې اته ځلي نیول شوی وو.

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسېن حقاني هم پر ټويټرلیکلي چې د حافظ سعید د قضيې په اړه ډونالډ ټرمپ ته سم معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د پاکستان حکومت پرون د سعید د نیولو خبر په داسې حال کې خپور کړ چې ټاکل شوې ده د دې هېواد صدراعظم عمران خان واشنګټن ته سفر وکړي.

امریکا د حافظ سعید د نیولو په خاطر د معلوماتو په بدل کې د لسو میلیونو ډالرو جایزه ټاکلې وه.