ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون سره همکاري غځوي

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو نن په یوه اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېسیون د نوې مشرې له اعلانېدو سره سم غواړي ټينګار وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې به له دې کمېسیون سره همکاري ته دوام ورکړي.

د افغانستان جمهوري رياست پرون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د رئيس او ٨ کمېشنرانو د بدلون خبر ورکړ.

ويل شوي چې د دغه کمېسيون د پخوانۍ رئيسې سيما سمر پرځاى مېرمن شهرزاد اکبر ټاکل شوې ده.

جمهوري رياست د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د وروستيو بدلونونو د اصلي علت په اړه څه نه‌دي ويلي.