د ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکا پر «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف څرګنده کړې چې امریکا پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو، دده په وینا پر «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کړی او له ایران سره له اټمي تړون څخه په وتلو یې «خپله پښه په مردکي ویشتي.»

نوموړي چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبرې کولې وویل، د ولسمشر ټرمپ یو اړخېز بندیزونه، دده په وینا نا مشروع سیاسي اهدافو ته دې رسېدو لپاره تر ډېره ملکي وګړي هدف ګرځوي.

جواد ظریف په دې اړه د بلومبرګ ټلویزون سره خبرې کړې دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال له ایران سره د شپږو پیاوړو هېوادونو له خوا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له لاسلیک شوي اټمي تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او پر ایران بیرته بندیزونه ولګول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپلو پرونیو څرګندونو کې زیاته کړه، په نیویارک کې د ایراني ډیپلوماټانو او د هغوی د کورنیو پر ګرځېدو راګرځېدو د محدودیتونو لګول غیرې بشري عمل دی.

د رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو چارواکي له خولې ویلي، په‌دې برخه کې د امریکا اقدامات د ملګرو ملتونو سره د دې هېواد د ۱۹۴۷ میلادي کال د توافق سره برابر دی.

په نیویارک کې ایراني ډیپلوماټان کولی شي، یوازې د جان ایف کینډي هوايي ډګر، په ملګرو ملتونو کې د ایران د نماینده ګۍ دفتر، د ملګرو ملتونو ودانۍ او په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازی استوګنځي ته تګ راتګ وکړي.