د بادغيس چارواکي وايي، د افغانستان د کومانډو ځواکونو څلوردېش مړي تېر ماښام له ابکمري ولسوالۍ مرکز قلعهنو ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند نجيب الله دادفر تېره شپه دغه خبر تأييد کړ، خو د لېږدول شويو اجسادو د دقيق شمېر په اړه يې څه ونه ويل.
خو د بادغيس د ولايتي شورا يوه غړي محمد ناصر نظري پهدې اړه ازادي راډيو ته وويل:"د خلکو او سپينږيرو په منځګړيتوب له طالبانو سره خبرې وشوې، هغوى اجازه ورکړه، شپږ سراچه ډوله موټرونه مو ورولېږل او د ۳۴ شهيدانو مړي تېر ماښام دلته مرکز ته راورسېدل او د ملي اردو لوا ته وسپارل شول."
د دوشنبې ناوخته کومانډو ځواکونه د څلورو څرخي الوتکو په مرسته اب کمري ولسوالۍ ته لاړل چې د طالبانو پرضد عمليات وکړي.
خو له طالبانو سره په جګړه کې د ازادي راډيو د خبريال په حواله ٣٥ سرتېري ووژل شول.
د بادغيس والي عبدالغفور ملکزي ازادي راډيو ته وويل، دغو ځواکونو له محلي ادارې سره په نه همږغۍ دغه عمليات پلان کړي وو.
وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې د کومانډو ځواک ٣٩ غړي يې وژلي او ١٦ تنه يې اسيران کړي دي.