ولسمشر غني د عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني د حاجي عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل.

په دې اړه د ارګ په فېسبوک پاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د نوموړي د جنازې په مراسمو کې وویل، زموږ ژمنه دا ده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسؤلینو له لوري پر وخت رسيده ګي کېږي.

عبدالغفار احمدزی چې تېره ورځ په کابل کې د مقناطیسي ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، د ولسمشر غني د کور د ساتونکو مشر او پخوانی جهادي قوماندان و.