ایران وایي، د تېلو له یوې بهرنۍ کښتۍ سره یې مرسته کړې

ایران وایي، د تېلو له یوې بهرنۍ کښتۍ سره یې په هرمز تنګي کې مرسته کړې، خو متحدو ایالتونو اندېښنه ښودلې چې تهران دغه کښتۍ ضبط کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي نن وویل چې هېواد یې یوه بهرنۍ کښتۍ چې ماشین یې کار پریښی و، بندر ته لېږدولې ده.

خو متحدو ایالتونو ویلي چې دغې کښتۍ له خپل مالک سره په متحده عربي اماراتو کې د جولای له دیارلسمې وروسته له هغې چې مخابره یې بنده شوه، تماس نه دی نیولی دی.

هغې ویبپاڼې چې انلاین د تېلو د ټانکرونو مسیرونه څاري، ویلي چې دا د MT ریاح په نوم د متحده عربي اماراتو کښتۍ ده چې د جولای په ۱۴مه یعنې درې ورځې مخکې د ایران اوبو ته داخله شوې ده.

د امریکا یوه پوځي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، فرانسپرېس خبري آژانس ته ویلي چې واشنګټن شک کوي چې ایران به دغه کښتۍ ضبط کړې وي.

دا پېښه داسې مهال پېښېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زیات شوی او بریتانیا هم په جبل الطارق کې د ایران د تېلو یوه کښتۍ په دې تور چې پر سوریې د لګول شویو بندیزونو سره سره یې هغه هېواد ته تېل لېږدول، نیولې ده.