د ناامنیو له زیاتېدو وروسته لسګونه کورنۍ پنجشیر ته کډه شوي

یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

په بدخشان کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته لسګونه کورنۍ د پنجشیر ولایت ته کډه شوي دي.

په پنجشیر کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې رئیس احمد ضیا یزداني ازادي راډیو ته وویل، د دې بې ځایه شویو کسانو شمېر سل کورنیو ته رسیږي چې د بدخشان په کران و منجان ولسوالۍ کې نا امنیو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د ښاغلي یزداني په وینا دا مهال دا کورنۍ د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې په خیمو کې مېشت دي.

د پنجشیر ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست پرون سې شنبه دې کورنیو ته یوه اندازه خوارکي مواد ویشلي دي.