فاریاب چارواکي: د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۹ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د فاریاب ولایت

په فاریاب کې چارواکي وايي، د مولوي جندالله په نوم د طالبانو د یوه لوړ پوړي قوماندان په شمول په‌دې ولایت کې ۱۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي، تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو طالبانو ته دا مرګ ژوبله د بلچراغ په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې اوښتې ده.

دی وايي: "امنیتي ځواکونو د ملي اردو د کوماندو ځواکونو سره په ګډه کې د بلچراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې ناڅاپي عملیات کړي چې په نتیجه کې د طالبانو د یو لوړپوړي او مهم قوماندان مولوي جندالله په شمول ۱۹ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپیان دي."

رضايي ټینګار وکړ چې په‌دې عملیاتو کې د سیمي خلکو او افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی رسیدلی.

د بلچراغ ولسوالۍ چې د فاریاب د مرکز میمنې په اویا کیلومترۍ کې پرته ده، د روانې میاشتې په لومړیو کې د وسله‌والو طالبانو له یو کلن کنټرول وروسته بېرته افغان امنیتي ځواکونو ونیوله.