چارواکي: د افغانستان او اذربایجان تجارت ۳۷ سلنه وده کړې

د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال صاحب محمدوف ویلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ تجارت ۳۷ فیصده وده کړې ده.

د محمدوف دا وینا، نن د جولای ۱۶مه، د اذربایجان خبري رسنیو خپره کړې ده.

هغه ویلي چې د سږکال د جنوري او مې میاشتو ترمنځ وخت کې دا رقم ۱۵ فیصده نور هم زیات شوی دی.

محمدوف ویلي چې د لاجوردو لار د دواړو هېوادونو تجارت ته ډېره مهمه ده.

اوس‌مهال ۱۱ افغاني شرکتونه په اذربایجان کې کار کوي.