د ننګرهار په پچیراګام کې د یوه کور د نړېدو پېښې ۵ تنه وژلي

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د بر پچیر په سیمه کې د یوه کور د نړېدو له امله پينځه تنه مړه شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی نن د جولای ۱۶مه ویلي چې په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې ده.

دا پېښه تېره شپه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وویل چې ټول وژل شوي وګړي د یوې کورنۍ غړي دي.

د دې علت لا نه دی څرګند چې د کور چت ولې کښېنستی دی.