د کانونو او پټرولیم وزارت ۶ اقتصادي پروژې دواطلبۍ ته وړاندې کوي

ارشیف، د جبل السراج د سمېنټو فابریکه

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې شپږ سترې اقتصادي پروژې دواطلبۍ ته وړاندې کوي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې کې د هرات، کندهار او بغلان د سمېنټو او دغه شان د غزني د طلا زر کشان، د ننګرهار د اچین تالک او د بدخشان د لاجوردو د کانونو پروژې شاملې دي.

دی وايي:"د دې پروژو د دواطلبۍ د اسنادو د راټولېدو چارې پیل شوي او موږ هیله مند یو چې په‌دې سره به زموږ په هېواد کې پانګونه هم زیاته شي."

د کانونو وزارت ویاند دا هم وايي چې له دې وړاندې هم یو شمېر پروژې دواطلبۍ ته وړاندې شوي دي چې د یادو پروژو په برخه کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په شاوخوا کې د پانګونې تمه کېږي.