کابل، بلخ او هرات کې ۴ ستر مسلخونه ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، تر راتلونکي یوې میاشتې پورې به په کابل، بلخ او هرات کې څلور ستر مسلخونه ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دې مسلخونو د بیارغونې چارې کال وړاندې پیل شوې وې.

د نوموړي په خبره په کندز ولایت کې د پاتې یو مسلخ کار به هم ډېر ژر بشپړ او د استفادې وړ وګرځي: "د دې مسلخونو د جوړېدو کار ۹ کاله وړاندې پیل شوې و چې د یو لړ ستونزو له کبله یې د بیارغونې چارې په ټپه ودرېدې خو د کرنې وزارت په هڅو له یو کال راپه‌دېخوا د یادو مسلخونو کار بیا پیل شو."

ښاغلي رستمي وايي، د دغو مسلخونو بیارغونې ته شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړې شوي چې د نړېوال بانک له‌خوا ورکول کېږي.