پاکستاني کشمیر کې سېلابونو ۲۸ کسان وژلي

ارشیف

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې طوفاني بارانونو او سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په پاکستان کې له افتونو سره د مبارزې د مرکزي ادارې یوه چارواکي سید الرحمن قریشي له ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې په سېلاب کې د ۲۸ کسانو د مړینې پخلی کړی او همداشان یې د تلفاتو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د راپورونو له مخې، د ازاد کشمیر په نیلم دره کې د سېلابونو له امله په وژل شویو کسانو کې د ۱۰ تبلیغیانو په ګډون، ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د سېل لپاره نیلم درې ته تللي وو.

چارواکي وايي چې دغو سېلابونو تر ۱۵۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اړولی چې له امله یې زرګونه کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې هر کال د جولای په میاشت کې د مون سون یا پشکال د طوفاني بارانونو لړۍ پیلېږي چې امله یې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوځي او ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.