امریکا او شمالي کوریا د اټمي پروګرام په خبرو کې د نوښت هڅه کې دي

د امریکا او شمالي کوریا مشران

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، شمالي کوریا او متحده ایالات چې هڅه کوي د پیونګ یانګ د اټمي پروګرام د بندولو په هدف بیا خبرې پیل کړي، یو څه زیات نوښت وکړي.

پامپیو دغه څرګندونې امریکایي رسنیو ته کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې کله به دغه خبرې پیلېږي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تېره میاشت په کتنه کې چې د د دواړو کوریاوو ترمنځ په پوله کې وشوه، سلا وکړه چې دغه خبرې دې له سره پیل شي.

ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د دندې په مهال د شمالي کوریا خاورې ته داخلېږي.