چارواکي: د ارزګان په ګیزاب کې ۸ طالبان او ۳ ملکيان وژل شوي

د ارزګان د مرکز یو انځور

افغان چارواکي وایي، د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان او درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د یکشنبې په ماښام شوي وو چې هوایي ځواکونه هم پکې شامل وو.

ښاغلي خنجري وویل: درې تنه په دې عملیاتو کې وژل شوي چې ښایي د طالبانو په ډزو وژل شوي وي، خو اصلي هدف د طالبانو پر یوې غونډه حمله وه چې ۸ تنه طالبان ووژل شول.

خو د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی قدرت الله رحیمي وایي، په دې عملیاتو کې ۶ ملکي وګړي وژل شوي او د وژل شویو طالبانو شمېر درې تنه ښیي، خو د ارزګان پخوانی والي امان الله تیموري بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر لسګونه یادوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.