د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سېلابونو ۲۴ کسان وړي

ارشیف

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سېلابونو لږترلږه ۲۴ کسان له ځانه سره وړي دي.

سیمه ییزو چارواکو نن وویل چې ښايي ټول دا ۲۴ کسان نه وي مړه او دوی هیله لري چې ځیني به یې ژوندي پاتې وي.

سېلابونه له سختو اورښتونو او د سیند د اوبو له زیاتېدو سره را وتلي.

چارواکو لومړی د څلورو کسانو مړینه تأیید کړې وه چې وروسته د ورکو شویو کسانو شمېر زیات شو.

تر ټولو زیات د نیلم بانډې اوسېدونکو ته ډېر تاوان اوښتی چې څه باندې سل کورونه وران شوي دي.

په کشمیر کې هر کال په دوبي کې سېلابونه راوځي چې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه پېښوي.

په ۲۰۱۴ کال کې هم د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سېلابونه را وتلي وو چې په نتیجه کې یې له ۲۳۰ زیات کسان مړه شوي وو.