اروپایي اتحادیه د ایران او امریکا د کړکېچ د کمولو لارې لټوي

د اروپایي ټولنې بیرغ

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران پر هغو لارو چارو غور کوي چې هدف یې د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د کړکېچ کمول دي.

د بهرنیو چارو وزیران دغه راز هڅه کوي چې تهران قانع کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ژمنو ته متعهد پاتې شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې فیدریکا موګریني بروکسل ته تر رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: موږ به وګورو چې ټول غړي هېوادونه او هم له نورو نړیوالو شریکانو سره له ایران سره د اټمي تړون د ساتلو لپاره څه کولای شو، له ټولو اقداماتو به کار واخلو چې ایران بېرته هغه ژمنې بشپړې پرځای کړي چې تر دا څو اوونیو مخکې پورې، تر دا څو مخکې محدودو ورځو پورې یې عملي کړې وې.

د بهرنیو چارو وزیران به نن په بروکسل کې په غونډه کې د اروپایي اتحادیې له هغه میکانیزم څخه د ملاتړ د زیاتولو هڅه هم وکړي چې له مخې یې له تهران سره سوداګرۍ ته پرته له دې چې د امریکا د بندیزونو تر احتمالي اغېز لاندې را شي، دوام ورکول کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرجرمي هنت وویل تراوسه د دې فرصت شته چې دغه تاریخي تړون وژغورل شي.

تر دې غونډې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو چې هېواد یې خبرو ته تیار دی که واشنګټن پرې اقتصادي بندیزونه لېرې کړي.

روحاني پرون په يوه ټلويزيوني وينا کې وویل، که د ټرمپ اداره خپل بنديزونه او بدماشي بنده کړي، تهران ورسره خبرو ته تيار دى.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل، دا د ايران د ولسمشر هماغه وړاندیز دی چې مخکې یې جان کري او بارک اوباما ته یې کړى و.

د امريکا متحده ايالتونه د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه تېر کال تر وتلو وروسته پر ايران بېرته بنديزونه لګولي دي.