د قرقزستان د دفاع د پخواني وزیر د نیولو امر شوی

تبلداییف

د قرغزستان چارواکو په غیاب کې د دې هېواد د دفاع د پخواني وزیر د نیولو امر ورکړی دی.

بوسورمانقل تبل داییف په فساد تورن شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاندې کریمه امانقولوا نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تبلداییف چې د اوسېدو ځای یې نه‌دی معلوم د نیول کېدونکو افرادو په فهرست کې یې نوم شامل شوی دی.

د هغې په وینا پر نوموړي شک دی چې د جنایت کارې ډلې مشر عزیز باتوکاییف یې شپږکاله پخوا له وخته مخکې له زندانه خوشې کړی دی.

د روان کال د مې له میاشتې راهیسې د پخواني مرستیال صدراعظم، د پخواني روغتیا وزیر او پخواني لوی څارنوال په ګډون یو شمېر جګ‌پوړي پخواني چارواکي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال له زندانه د باتوکاییف د خوشې کېدو په مهال په خپلو دندو و، د ورته تورونو په خاطر توقیف شوي دي.