د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په هدف پاکستان ته تللی پلاوی کابل ته راستون شو.
د متشبیثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني چارواکو له دغه پلاوي سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو به تعارفه ټيټه کړي: "پاکستان موږ سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو تعارفه ښکته کوي، همدارنګه هغه موټر چې بنادرو ته راځي، د خروج اجازه ورکول کېږي او دغه شان د تورخم د بندر په اړه هم ژمنه ورکړل شوې چې ۲۴ ساعته به پرانېستی وي."
نوموړي وویل، دوی هېله مند دي د پاکستاني چارواکو دا ژمنې عملي جنبه پیدا کړي.
یاد پلاوی چې د درېیو وزارتونو مالیې، سوداګرۍ او کرنې وزارتونو استازي په کې شامل وو، شاوخوا یوه اوونۍ مخکې پاکستان ته تللی و.
دا پهداسې حال کې ده چې مخکې تردې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال هم له پاکستاني چارواکو سره په یو شمېر سوداګریزو ستونزو خبرې کړي.