د بشري حقونو روسۍ او يوې نړيوالې ډلې پر روسي چارواکو انتقاد وکړ چې نهدي توانېدلي عدالت عملي کړي.
دغو ډلو ويلي، روسي چارواکي نهدي توانېدلي هغه کسان عدالت ته راکش کړي چې ١٠ کاله مخکې د چچنيا د بشري حقونو د يوې وتلي مدافع د وژنې مسوول دي.
ناتاليا ايستي ميرووا په ګروزني کې د يادګار بشري حقونو په دفتر کې يې کار کاوه، په ګروزني کې لس کاله مخې په همدې ورځ يعنې د ٢٠٠٩میلادي کال د جولاى پر ١٥مه خپل کور ته نږدې وتښتول شوه.
مېرمن ايستي ميرووا د هماغې ورځې ناوخته د روسيې د شمالي قفقاز په بل جمهوريت انګوشتيا کې په ډزو ووژل شول شوه.
د بشري حقونو د څار سازمان د اروپا او مرکزي اسيا د برخې مرستيالې تانيا لوکشينا «Tanya Lokshina» نن په يوه بيان کې وويل:"موږ لا هم په تمه يو چې د روسيې حکومت زموږ د دوستې او همکارې د وژنې په اړه اغېزناک تحقيقات وکړي."
مېرمن لوکشينا ويلي:"د دغه ناوړه جنايت په مورد کې د حکومت اقدام نه کول، يو تور داغ دى چې په چچنيا کې د بشري حقونو د سرغړونې دوام ښيي."