ایران: که واشنګټن اقتصادي بندیزونه ختم کړي خبرو ته ورسره چمتو یو

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، که واشنګټن پر دوی اقتصادي بندیزونه ختم کړي، ايران چمتو دی د امريکا له متحدو ایالاتونو سره مذاکره وکړي.

په همدې حال کې اروپايي رهبرانو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د نويو خبرو غوښتنه وکړه.

حسن روحاني پرون یکشنبه په خپل رسمي وېب‌سایټ کې ويلي: تهران تيار دى د ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي، خو که دى خپل بنديزونه او بدمعاشي بنده کړي.

د امريکا متحد ايالاتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون څخه تېرکال د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.

د ټرمپ ادارې ويلي و چې دغه تړون به ايران ته دا وړتيا ورکړي چې په څو کلونو کې اټمي وسله جوړه کړي.

تهران په ځواب کې داسې اقدامات کړي چې د يورانيمو غني کول له هغو حدودو واړوي چې په اټمي تړون کې ورته ټاکل شوي وو.

دا مسئله د دې سبب شوه، چې امريکا د نورو بنديزونو خبردارى هم ورکړي.

بريتانيا، فرانسه او جرمني، دغه راز روسيه او چين لا هم په اټمي تړون کې پاتې دي.

ايران پر دغو درېيو اروپايي هېوادونو انتقاد کړى چې د ايران له اقتصاد سره د مرستې لپاره يې ډېر څه نه‌دي کړي.

بريتانيا، فرانسې او جرمني پرون د تړون له ټولو شريکانو غوښتنه وکړه چې پښه نيولي دې شي او د خپلو اقداماتو پر ممکنه عواقبو دې غور وکړي.