افغانستان کې د وژل شوي امریکايي سرتېري د مرګ جزیات خپاره شول

د امریکا د متحدو ايالاتونو دفاع وزارت يا پنټاګون په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات خپاره کړل.

د دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ویل شوي چې څلوېښت کلن جګړن جېمز راين سارتور «James "Ryan" Sartor» د شنبې په ورځ په فارياب ولايت کې د وسله‌والو په ډزو کې تر ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده.

امریکايي رسنیو د پوځي مقاماتو په حواله دا هم ویلي چې جګړن جېمز په عراق او افغانستان کې هم خدمت کړی و.

دغه امريکايي سرتېرى له طالبانو سره په جګړه کې داسې وخت وژل شوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره د سولې اووم پړاو خبرې تېره اوونۍ پاى ته ورسولې.

خلیل‌زاد او طالبانو په دوحه کې په خپلو خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې ده.

د دوی خبرې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د افغانستان له خاورې د ټروريستي فعاليتونو لپاره د نه کارونې پر ډاډ، پر بین الافغاني خبرو او دایمي اوربند متمرکزې وې.