د یوې سرګلولې چاودنې په کاپیسا کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ووژل

د کاپیسا یو انځور

د کاپيسا ولايت چارواکي وايي نن په يوه بمي چاودنه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي وژل شوي دي.

پېښه نن سهار د نجراب ولسوالۍ په دره پچه غان کلي کې شوې ده.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل عبدالشايق شور ازادي راډيو ته وويل، پېښه د يوې سرګلولې د چاودنې له کبله وشوه.

ښاغلي شور وويل چې په وژل شويو کې دوه ماشومان شامل دي.

بل خوا په پروان کې د زراعتي ځمکې پر سر په شخړه کې يو تن وژل شوى.

د پروان د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، شخړه د بګرام ولسوالۍ په قول اسياب سيمه کې شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي.