ټرمپ د واشنګټن لپاره د بريتانيا د پخواني سفير څرګندونې احمقانه بللي

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د واشنګټن لپاره د بريتانيا پخوانى سفير وايي چې دى په دې باور دى چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه ځکه ووت چې دغه تړون د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې ترتيب شوى و.

د خپرو شويو اسنادو له مخې، د بريتانيا پخواني سفير کيم داروچ د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې په يوه ډيپلوماتيک پيغام کې چې نن يې جزيات خپاره شول، ويلي، د ټرمپ ادارې دا کار د ايډيالوژيکو او شخصي دلايلو له مخې کړى، نه د يوه ډيپلوماتيک اقدام په توګه او دا يې د اوباما تړون بللى و.

دا د خپرو شويو اسنادو دوهمه برخه ده چې د بريتانيا مېل ورځپاڼې نن خپره کړې ده.

په همدې حال کې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ داروچ ته د احمق او بې سوچه سړي خطاب کړى او ويلي يې دي چې د بريتانيا له دغه استازي سره نور ارتباط نه لري.

د امريکا متحده ايالتونه د تېر کال په مې مياشت کې له اټمي تړونه ووتله.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې دغه تړون نيمګړى دى او ايران ورڅخه زياته ګټه ترلاسه کوله.