امریکا د مالدوا د نوې صدراعظمې له حکومته ملاتړ وکړ.
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیوېډ هیل د شنبې په ورځ د مالدوا په پلازمېنه کې د نوي صدراعظمې مایا سانو سره ولیدل او د بري مبارکي یې ورکړه.
ښاغلي هیل په مالدوا کې د ډموکراسۍ څخه د امریکا د ملاتړ بیا ډاډ ورکړ او د فساد سره د مبارزې، د بانکي سکټور د اصلاحاتو او د انرژۍ د پراختیا په برخه کې یې د نوي حکومت د لومړیتوبونو ستاینه وکړه.
مېرمن سانو وویل چې هېواد یې تر بل هر وخت اوس د امریکا ملاتړ ته ډېره اړتیا لري.
د مالدوا نوی حکومت وروسته له هغه جوړ شو چې اروپایي پلوه او روسي پلوه بلاکونو د جون په اتمه یو ائتلاف جوړ کړ او واکمن ډموکراتیک ګوند یې له حکومته و ایست.