د جوزجان د والي ویاند: په قرقین کې د طالبانو حملې په شا تمبول شوي

ارشیف، د جوزجان یو انځور

د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې پر قرقین ولسوالۍ کې د طالبانو حملې دې سیمې ته د کومانډو ځواکونو له رسېدلو وروسته په شا تمبول شوې دي.

د جوزجان د والي ویاند فریدون عنیق نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو غوښتل چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي او امنیتي ځواکونو ته تلفات واړوي، خو د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې طالبان له قرقین ولسوالۍ څخه ایستل شوي دي.