د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار يوې چاودنې یو پولیس وواژه.
ولایتي چارواکي وايي چې چاودنه نن سهار په جلال اباد کې د کابل اډې ته څېرمه د پولیسو پر رینجر موټر د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وويل، په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
د پېښې مسؤليت تراوسه چا نه دى منلى.
پرون په پچيراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ځانمرګي بريد په نتيجه کې ٦ کسان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول.
په وژل شويو کې د ولسي پاڅونوالو يو مشر ملک تور هم شامل دى.