افراطي وسله والو پرون د سومالیا په ساحلي ښار کيسمايو کې پر یوه هوټل حمله وکړه چې په نتيجه کې يې نامعلوم شمېر کسان ووژل شول.
د جرمني خبري اژانس د يوه عالي رتبه پوليس افسر په حواله راپور ورکړى چې په پېښه کې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي دي.
په نورو راپورونو کې ويل شوي چې په حمله کې ګڼ کسان وژل شوي دي.
الشباب ډلې د دې حملې مسؤليت منلى دى.
حمله په يوه موټربم چاودنه پيل شوه چې وروسته وسله واله جګړه وشوه.
د سوماليا لپاره د ملګرو ملتونو استازي جيمز سوان په یوه اعلامیه کې دا حمله غندلې او د کیسمایو له اوسېدونکو سره يې د ملګرو ملتونو پيوستون څرګند کړى دى.
الشباب ډله چې وسله وال يې له القاعده سره ارتباط لري، د سوماليا د جنوب او مرکز پر زياتو سيمو کنټرول لري او وخت ناوخت هم پر امنيتي ځواکونو او هم ملکيانو حملې کوي.