ایران بیا له بریتانیا وغوښتل چې د تیلو وړونکۍ کښتۍ یې خوشې کړي 

ایران یو ځل بیا له بریتانیا وغوښتل چې د ایران تیلو وړونکۍ کښتۍ خوشې کړي.

دغه ایراني کښتۍ تېره اونۍ په جبل الطارق کې د بریتانیا د شاهي سمندري ځواکونو له‌خوا سوریې ته د تیلو د انتقال په شک ونیول شوه.

اروپایې ټولنې سوریې ته د تیلو پر لیږد بندیز لګولی دی.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي نن وویل چې د ایراني تیل وړونکۍ کښتۍ نیول یوه خطرناکه لوبه ده او پایلې به ولري.

موسوي همدا راز ویلي چې په‌دې برخه کې حقوقي پلمې د منلو نه‌دي او د دې کښتۍ خوشې کېدل د ټولو هېوادونو په ګټه دي.

تهران تردې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې که دا کښتۍ خوشې نه‌شي متقابل اقدام به وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم ویلي چې بهرني قدرتونه دې له سیمې ووځي ځکه د ده په خبره ایران او نور سیمه‌ییز هېوادونه د خپل امنیت د ساتلو وړتیا لري.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ ویلي چې هېواد یې له ایران سره شخړه نه غواړي.

بریتانیا د پنجشنبې په ورځ وویل چې درېیو ایراني کښتیو په هُرمز تنګي کې د یوې بریتانوۍ تیل وړونکۍ کښتي د درولو هڅه وکړه، خو ایران دا تور ردوي.