په ننګرهار کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو یو مشر ملک تور په یوه ځانوژنکي حمله کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې پر ملک تور مخکې هم حملې شوې وې چې دې ترې بچ شوی و.
- دا چې د نوموړي په مشرۍ ولسي پاڅون څومره د سیمې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کړې؟
- او ایا حکومت ورسره لازمه مرسته کړې؟
د دې او ځینو نورو مسایلو په اړه د ازادي رآډیو خبریال نوریاس نوري د چارو له یوه کتونکي او ننګرهار د ولایتي شورا له یوه پخواني غړي ذبیح الله زمري سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې:
- د نننۍ حملې تر شا به چې د ملک تور د وراره د واده پر مراسمو وشوه او پرده سربېره د کورنۍ یو شمېر نور غړي او دوستان یې پهکې مړه او ټپیان شول، د د دولت د کومې وسلهوالې ډلې لاس وي؟
له ښاغلي زمري سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5