د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سلو کې څه باندې پنځوس بودجه حکومت چمتو کوي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي تېره شپه آزادي راډیو ته وویل، انتخاباتي کمېسیونونو له حکومته ۶،۹ میلیارد افغانۍ غوښتې وې چې دوی ورته چمتو کړي دي: "افغان حکومت به ۶،۹ میلیارد افغانۍ دوی ته ورکوي او پاتې د ۵۹ میلیون ډالرو معادل افغانۍ کومک به د نړیوالو همکارانو له خوا د «UNDP» له لارې کېږي چې پروسه یې تکمیله شوې او په راتلونکو یوه- دوو ورځو کې به هغه هم نهايي شي."
ښاغلی مسجدي زیاتوي چې انتخاباتي کمیسیونونو د انتخاباتو د بهیر د لګښت لپاره ټولې ۱۱،۳ میلیارد افغانۍ غوښتې دي.
د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو خپلواکو کمېسیونونو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان کال د تلې یا میزان د میاشتې په شپږمه نېټه په پام کې دي.