په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي ریل ګاډي او یوه بار وړونکې ریل ګاډي د ټکر په پېښه کې د مړو شمېر۱۶ تنو ته اوچت شو.
پهدې پیښه کې چې نن سهار د پاکستان په ختیځ کې کې پېښه شوه ۷۸ تنه ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت یې خطرناک ښودل شوی.
د پولیسو یوه مشر عمر سلامت وویل، دغه ریل ګاډی له لاهوره بلوچستان ایالت ته په لاره و چې رحیم یارخان ښار ګوټي ته نژدې د والهار د اورګاډي په تم ځای کې له یوه بار وړونکي اورګاډي سره یې ټکر وکړ.
د اکبر ایکسپرېس په نوم د مسافر وړونکي ریل ګاډي اینجن ویجاړ شوی او څو ډبې له کرښې اوښتې دي.
چارواکي وايي، د پېښې علت تر اوسه څرګند نه دی.
په پاکستان کې د اورګاډو د ټکر پېښې عامې دي.
پهدې هېواد کې د اورګاډو زیاتې پټلۍ تر۱۹۴۷ میلادي کال مخکې د هند بریتانوي واکمنۍ جوړې کړي او بیا نوې شوي نهدي.