۲ کسان ونیول شول چې له بغلانه یې کابل ته نشه‌يي مواد قاچاقول

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې له بغلان ولایت څخه یې کابل نشه‌يي مواد قاچاق کول.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، دا دوه کسان پولیسو هغه مهال په بنو ولسوالۍ کې ونیول چې غوښتل یې د سرطان د میاشتې په ۱۸مه نېټه ۳۷ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې له بغلان ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.