۹۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد نیول شوي چې له پنجشیره کابل ته قاچاقېدل

د افغانستان په نقشه کې د پنجشیر ولایت

پولیسو هغه مهال ۹۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول چې له پنجشیر ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل:"د سرطان د میاشتې په ۱۷مه نېټه د پنجشیر ولایت پولیسو په رُخه ولسوالۍ کې ۸۸ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې کابل ته وړل کېدل."

د دې نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور درې کسان نیول شوي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.