فاریاب: بلچراغ ولسوالۍ کې ۶ کلي له وسله‌والو طالبانو پاک شوي

د افغانستان په نقشه کې د فاریاب ولایت

د فاریاب چارواکي وایي چې په بلچراغ ولسوالۍ کې شپږکلي له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوي دي.

د فاریاب امنیه قوماندان عبدالکریم یورش نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د شاهین ۱۰۳ په نوم دغو تصفیوي عملیاتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نورې یې ژوبل شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کې د طالبانو یو سرګروپ هم دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.