په غزني کې د تیرو دوو خونړیو بمي چاودنو د قربانیانو پر کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
د غزني والي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف په دا وروستیو کې د غزني د دوو خونړیو پېښو د قربانیانو لهپاره پنځه عشاریه شپږ میلیونه افغانۍ منظورې کړې او د مشاور وزیر اسدالله فلاح په مشرۍ غزني ته یو اته کسیزه پلاوی راغلی دی، څو دغه مرستې پر هغوی وویشي.
والي وحیدالله کلیمزي د چهارشنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل، د دغه پېښو د هر وژل شوي کورنۍ ته یو یو لیک او ټپیانو ته د ۵۰ زره ۲۵ زره او ۱۰ زره افغانیو مرسته ځانګړي شوي دي.
د تېرې جمعې په ورځ د غزني په خاک غریبا په یوه جومات کې ماین چاودنې او بیا د یکشنبې په ورځ د غزني په مرکز شامیر صیب سیمه کې موټر بم چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې وه، د دواړو پېښو زیاته برخه یې ماشومان وو.