د بدخشان چارواکي: یوه امنیتي پوسته سقوط شوې

د افغانستان په نقشه کې د بدخشان ولایت

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي د یوې امنیتي پوستې د سقوط خبر ورکړی.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو فیض‌اباد ته نژدې پر ارګو ولسوالۍ د طالبانو د برید په نتیجه کې یوه امنیتې پوسته له‌منځه تللې او طالبانو یې ټول پوځي تجهیزات له ځانه سره وړي دي.

ښاغلی نظري ددې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه وایي:"له بده‌مرغه په‌دې عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. وسله‌والو مخالفینو ته هم په‌دې برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."

د بدخشان د ولایتي شورا غړي دا خبر تأییدوي او د امنیتي ارګانونو په کمزورۍ انتقادونه کوي.

دوی وایي، که د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه وانه‌خېستل شي، مرکز فیض‌اباد به هم له ګڼو خطرونو سره مخامخ شي.

طالبانو تر اوسه په‌دې اړه تبصره نه‌ده کړې.