په ارزګان ولایت کې د وسلهوالو طالبانو څخه روسي دوربینونه نیول شوي دي.
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته په ځانګړي مرکه کې وویل چې د وسلهوالو طالبانو څخه یې د جګړې پر مهال روسي شپني دوربینونه نیولي دي.
دی وايي، دغه دوربینونه ډېر پرمخ تللي دي او زیات قیمت لري.
افغان سرتېري وايي، د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې د ماتې لامل يې دغه شپني دوربینونه او یا هم لېنزونه دي، کهنه وسلهوال طالبان يې پر وړاندې نهشي جنګېدلای.
نیول شوې روسۍ وسله
د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ازادي راډيو په یوه استولي پیغام کې ویلي چې یادې روسي وسلې د غنیمت وسلې دي او امریکايي وسلې له افغان پوځیانو څخه یې د جګړې پرمهال نیولي دي.
ازادي راډيو هڅه وکړه چې پهدې اړه د روسي چارواکو سره هم خبرې وکړې، خو له پوره پوره هڅو سره بیا هم بریالۍ نهشوه خو له دې وړاندې دغه ډول خبرې دوی رد کړې وې.
د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت دغه راپور پرې چمتو کړی دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
شرافت